استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
علمي ژورنالونه

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې تر سرلیک لاندې علمي سمینار د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تلار کې وړاندې سو.
د سمینار وړاندې کوونکې استاد نوماند پوهنیار عبدالنافع همت استادانو ته د معتبرو علمي ژورنالونو د پېژندنې، د باور وړ ژورنالونو د انتخاب معیارونو، د څېړنیزو مقالو د خپرولو اصولو، د جعلي (Predatory) ژورنالونو د پېژندلو لارو او د نړیوالو علمي خپرونو د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، ګډونوالو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې علمي او څېړنیزې مقالې په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې خپرې کړې، ترڅو د پوهنتون علمي اعتبار لوړ او د څېړنیزو فعالیتونو کیفیت لا پیاوړی شي.
نېټه:چهار شنبه 1405/4/24
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.