Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د مرکز قلات ښار اړوند عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته پیل سوی شپږ ورځنی سمینار پای ته ورسېد

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۸:۱۰
د لیسو زده کوونکو ته سمنیار

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي په هڅو او نوښت سره، د مرکز قلات ښار اړوند شپږو عالي لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د پوهنتون له چاپیریال او علمي امکاناتو سره د بلدتیا په موخه، شپږ ورځنی معلوماتي سمینار پای ته ورسېدی.

یاد سمینار چې د تیرې هفتې د دوشنبې په ورځ پیل شوی وو، نن ورځ په داسي حال کې پای ته ورسېدی، چې پکي د شپږو عالي لیسو، شیخ متي بابا عالي لیسه، ترنک عالي لیسه، شامردان عالي لیسه، سور غر عالي لیسه، چوڼۍ عالي لیسه او ترنک خصوصي لیسې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د استادانو له لوري هره ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند څانګو، اهمیت، اړتیا او په ټولنه کې یې عملي ساحو باندې معلومات وړاندې کېدل.

له سمینار ووسته به زده کوونکو د پوهنتون له عمومي کتابتون، درسي ټولګیو او تدریسي بهیر څخه لیدنه ترسره کوله.

د یادونې وړ ده چې په ټوله کې زده کوونکو خوښي وښوده چې، داسي لیدني او مهم پروګرامونه د هغوي په راتلونکې تحصیلي دوره کې مهم رول لري.

نېټه: یک شنبه 1405/3/24

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت