محصلینو ته د منصوعي ځیرکتیا تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، محصلینو ته د معاصري ټکنالوژۍ سره د لا ښه بلدتیا په موخه، د مصنوعي ځيرکتیا تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
دا مهم سمنیار د فزیک څانګې استاد پوهنیار عبیدالله (عبید) له لوري ممتاز محصلینو ته د مسلکي پرمختیایې مرکز په تالار کې وړاندې سو، نوموړي استاد د سمنیار د وړاندې کولو پرمهال محصلینو ته د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، اهمیت، استعمالول او راتلونکو فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې مصنوعي ځیرکتیا هغه ټکنالوژي ده چې په اوسني وخت کې یې کمپیوټر، موبایل او د مختلیفو پرګرامونو په واسطه خلکو ته د ژوند په زیاتو برخو کې سهولتونه رامنځ ته کړي دي
.د سمینار په وروستۍ برخه کې محصلینو ته سپارښتنه وسوه چې د نوې ټکنالوژۍ زده کړې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې د پرمختللو مهارتونو خاوندان سي.
د محصلینو پوښتنو ته تر ځوابونو ویلو وروسته یاد سمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه: سه شنبه۱۴۰۵/۲/۲۲
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.