محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد دیارلسم تلین


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو اړوند سمینار د سهار او ماسپښین په وختونو کې وړاندې سو.
یاد سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسي د علمي او محصلانو چارو مرستیال د سمینار پرانیستې وینا وکړه، چې د مرحوم آمیرالمؤمنین رحمه الله د شخصیت، کارنامو او د میړانې په اړه یې خبرې وکړې او همدارنګه نوموړي وویل: چې مرحوم آمیرالمؤمنین په سخت حالت کې داسي مبارزه وکړه چې نړۍ یې حیرانه او تاریخ پرې افتخار کوي.
له پیلیزې وینا وروسته د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ مولوي محمد اسحاق(مجاهد) له لوري سمینار وړاندې سو.
نوموړي د مرحوم آمیرالمؤنین رحمه الله په ژوند،  د روسانو په مقابل کې یې  ج-هاد، د اسلامي حرکت د موسس په توګه رول، د امیرالمومنین په حیث ټاکل کېدل،  د امریکا د یرغل په وړاندي مقاومت او پټ ژوند باندې په تفصیل سره معلومات د سمینار له ګډونوالو سره شریک ګړل.
د یاد سمیار دوهمه برخه د شرعیاتو پوهنځي اړوند د اسلامي ثقافت آمر او استاد مولوي محمد الله (انقیادي) له لوري د ماشپین دورې محصلینو ته وړاندې سوه، نوموړي د سمینار ګډونوالو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین رحمه الله ځانګړي خصوصیات، نظام او ولس ته یې توصیې، د نوموړي د شخصیت په اړه د لوړ پوړو چارواکو نظرونه او د هغه لنډ ژوندلیک تشریح کړ.
وروسته یاد سمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه: دو 1405/2/7
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.