د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي وضعیت د ارزونې په موخه د ازموینو عمومي کمیټې غړو او د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیر په ګډه د پوهنتون د ازموینو له صحنو څخه هر اړخیزه لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې د محصلینو ګډون، د ازموینو د پروسې تنظیم، د ازموینې سوالونو میعار، د څارونکو حضور او د محصلینو د ستونزو ارزونه وشوه.

 د یادونې وړ ده چې د ازموینو له ټولو صحنو څخه د عمومي کمېټې د غړو له لوري دوامداره څارنه ترسره کېږي، او د عمومي کمېټې د مسؤولینو له خوا د هرې ورځې د صحنې راپور اخیستل کېږي.

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.