د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ
د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته علمي سفر ترسره کړ. د عدلیې ریاست رهبري استادانو او محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: موږ خوښ یو چې له قدرمنو محصلینو سره کار او همکاري کوو، ترڅو د حقوقي او عدلي چارو سره په ښه ډول بلد شي. وروسته د یاد ریاست له لوري محصلینو ته د عدلیې وزارت او ولایتي ریاست اړوند معلومات، د عرایضو لیکل او مشخصات وړاندې شول. د یادونې وړ ده چې د ګډو همکاریو د هوکړه لیک له مخې به وخت په وخت محصلین له یاد ریاست څخه د عملي زده کړي په موخه لیدني ترسره کوي. په پای کې محصلینو هم خوښي څرګنده کړه چې دوی ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې داسي او دې ته ورته زمینه سازي کیږي. نېټه: ۱۴۰۴/۸/۲۵ د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.