محصلینو ته د (حقوقي لیکنې) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
نن شنبه چې د 1404/8/10 نيټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه پوهنتون، د شرعياتو پوهنځی محصلينو ته د (حقوقي لیکنې) اړوند درې ورځنی ورکشاف پيل شو.
یاد ورکشاپ چې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت، شرعیاتو پوهنځی ریاست او محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په ګډه همکاري سره وړاندې کیږي، د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او وروسته د یاد ورکشاپ ارایه کوونکي استاد مولوي احمد الله احمدي په پیلیزه وینا کې د ورکشاپ اهمیت، اړتیا او د موضوعاتو اړوند وینا محصلینو ته وړاندې کړه.
د یادونې وړ چې د حقوقي لیکنې په دې درې ورځني ورکشاپ کې به د شرعیاتو پوهنځی محصلینو ته د حقوقي لیکنې پیژندنه، د حقوقي لیکنې عمومي اهداف،حقوقي اصول او قواعد، حقوقي مسؤلیت، انتقادي تفكر او فرضيه، استدلال او داستدلال تحليل او تجزيه، حكايتي شواهد، لیکوالي او د ليکوالي مراحل، اغيزمنه ليكوالي، مقاله او برخې یې او دې ته ورته نور مضوعات وړاندې شي، چې په دې سره به محصلین د حقوقي لیکنې په برخه کې له بلدتیا، مهارت او یوې اصولي لیکوالي څخه برخمن شي.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.