ستره علمي لاسته راوړنه!

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۰
ستره علمي لاسته راوړنه!

 

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو منظور شوه.

د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت د علمي بنسټونو د پراختیا او د هېواد د ځوانانو د معاصرې ټکنالوژۍ په برخه کې د تخصصي زده کړو د فرصتونو د برابرولو په موخه، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون ته د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو د یاد وزارت په عالي شورا کې تائید او منظور شوه.

د کمپیوټر ساینس همدا پوهنځی چې دوه څانګې (معلوماتي سیستمونو او سافټویر انجینرینګ) لري د پوهنتون په تشکیلاتو کې به د نوي علمي واحد په توګه فعالیت پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي منظورېدل د زابل پوهنتون لپاره یو مهم علمي پرمختګ ګڼل کېږي، چې د علمي کیفیت لوړولو او د ځوانانو د مسلکي ظرفیت د ودې لپاره به اغېزناک تمام شي ځکه چې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د ټکنالوژۍ په برخه کې د تخصصي کادرونو د روزنې تر ټولو مهم بنسټ دی، دا پوهنځی د سافټویر جوړونې، شبکو، مصنوعي ځیرکتیا، او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د نوښتګر نسل روزنه کوي او همدارنګه د پوهنځي محصلین کولی شي د هېواد د ډیجیټلي کولو، ادارو د عصري کولو او اقتصادي ودې په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.