د «تیرو څېړنو ته کتنه» تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۰
د «تیرو څېړنو ته کتنه» تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

 

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز د انکشافي پلان لمخې د اقتصاد پوهنځي د استاد نوماند پوهنیار حمیدالله مبارز له لورې د مخکنیو آثارو د کتني تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

یاد سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې نوموړي استاد د سمینار په پیل کې د مخکنیو آثارو پر پیژندنې، موخو، اهمیت، ډولونو، د شالید د ترسره کولو لپاره منابع او د لیکلو پر وخت یې د مهمو عناصرو په شاملولو باندې د سمینار له ګډونوالو سره  معلومات شریک شول.

نېټه:۱۴۰۴/۶/۱۲

د سمینار په پاې کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسېد.

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.