د خدماتي کارمندانو سره غونډه ترسره شوه.

د خدماتي کارمندانو سره غونډه ترسره شوه.
نن ورځ سه شنبه چې د ۱۴۴۶/۱۲/۲۰نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم قاري محمد الدین انس د یادې مؤسسې له خدماتي کارمندانو سره غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستیال خدماتي کارمندانو ته ښه راغلاست ووایو او په نوبتوار ډول سره یې د هغوی ستونزي او غوښتني واورېدلې او د حل په موخه یې هغوی ته ډاډ ورکړ، همدارنګه نوموړي مرستیال د غونډې په پای کې خدماتي کارمندانو ته ځیني سپارښتني، هدایات او توصیې وړاندې کړې.
وروسته یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت