پوهنځیو د رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره ناسته ترسره شوه

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ د پوهنځیو د رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره ناسته ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په یو لړ موضوعاتو بحث وکړ.
د ایچ اِې ایم ای ایس (HEMIS) سیستم د پاتی کارونو تکمیلول، د یاد سیستم اړوند ستونزي او د پاتي چارو لپاره عاجل عملیاتي پلان ترتیبول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول او پرځینو موضوعاتو پریکړي وشوي.
وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.