پوهنځیو د څانګو د آمرینو سره ناسته ترسره شوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۱۰
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ د پوهنځیو د څانګو د آمرینو سره ناسته ترسره شوه.

ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په یو لړ موضوعاتو بحث وکړ.

د تدریس کورس پالیسیانې، د تدریس د ښه والي پلانونه آماده کول، له تدریسي ټولګیو څخه کتنه، د محصلینو د حاضریو کنټرول، ایچ مای ایس سیستم د پاتی کارونو تکمیلول او د پوهنځیو د رئیسانو سره همغږۍ رامنځته کول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول او پرځینو موضوعاتو پریکړي وشوي.

وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.