د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې اړوند کنفرانس دایر شوو

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې، د ننګرهار پوهنتون د کيفيت لوړاوي آمريت له لوري، د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او اداري کارمندانو ته د پلان جوړونې اړوند کنفرانس د یادو تحصلي نهادنو د علمي معاونینو په حضور کې دایر شوو.
یاد کنفرانس چې د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوو، په لومړی سر کې یې د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح ویناء وکړه او زیاته یې کړه چې موږ چمتو یو چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې سره هر اړخیزه علمي همکاري وکړو، همدارنګه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپله ویناء کې د ننګرهار پوهنتون له رهبري څخه د همکاریو په پار مننه وکړه او دا یې د دواړو تحصلي نهادنو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک د تطبق په لور موهم ګام وباله.
وروسته د یاد کنفرانس له لاري د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل پوهنوال علي جان عادل له خوا د پلان جوړونې اړوند سمینار وړاندي شوو، چې په یاد سمینار کې د پلان ډولونه، د پلان جوړونه، د تضمین کیفیت په برخه کې د پلان جوړونې، معیارونو تطبیق، کیفیت ارزونې او تحصیلي برنامو پراختیا اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
د ګډونوالو یو لړ پوښتنو ته تر ځواب ویلو وروسته کنفرانس د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.