خبرتیا!

zabu_admin
AS

د ازموینې ملي اداري د خبرتیا په اساس د زابل ولایت د پوهني ریاست اړوند ښوونکو، پنځمو او شپږمو اداري بستونو ازموینې ګډونوالو ته خبر ورکول کیږئ، چې یادو بستونو ته شارت لېست کسان دې سبا دو شنبه چې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د سلواغې د ۱۵ سره برابره ده، د بایومیتریک لپاره او سه شنبه/چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال د سلواغې د ۱۶/۱۷ سره برابره ده، د ازموینې لپاره د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې (زابل پوهنتون) ته تشریف راوړي.

یادونې:

د ازموینې حق الشمول: اداري بست (۵۰۰) افغانۍ او د ښوونکي بست (۲۰۰) افغانۍ دی.

ګډونوال باید د بایومتریک او ازموینو په ورځو کې اصلي پیژندپاڼه له ځانه سره ولري.

د ازموینې په ورځ د هر ډول الکترونیکي وسایلو(مبایل، ګوشکي، حساب ماشین) له راوړلو څخه ډډه وکړئ.