خدماتي کارمندانو ته اصلاحي او د عامه پوهاوي سيمنار وړاندې شو
نن ورځ يکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په عمومي مديريت کې د مؤسسې د نظم، ډسېپلين او شکاياتو اوريدلو عمومي کمېټې له لوري خدماتي کارمندانو ته اصلاحي او د عامه پوهاوي اړوند سمینار وړاندي شو.
سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، ورپسې د شرعیاتو پوهنځی د رئیس مولوي صاحب عبدالصمد سيال او پوهنيار ضياء الاسلام نوبهار له لوري په عمومي توګه خدماتي کارمندانو ته د خپلې دندې په ښه شکل د ترسره کولو، اخلاص او امانتداري برخه کې هر اړخیز، اصلاحي او عامه پوهاوي ورکړل شو.
وروسته سیمنار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.