د لیلیې ودانۍ د رغنیزو چارو څخه لیدنه وشوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۳۲
as

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ د رغنیزو چارو څخه په داسي حال کې لیدنه تر سره شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري چارو مرستیال قاری محمدالدین انس او د مؤسسې حفظ المراقبت عمومي مدیر انجینر محمد داود پتیال شتون درلود.

د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو سره په نږدي لیدنه کې، د یادې پروژي پر شته ستونزو او د کار پر چټکتیا باندي خبري وشوي او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال له لوري ورته ځیني سپارښتني وشوي؛ تر څو د یادې پروژي پاتي چاري په خپل وخت سره پای ته ورسیږي.