د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دوو پروژو د ګټونکو شرکتونو د بریا د اعلان خبرتیا!

zabu_admin
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کي لري, چې د لیلیې د دیوال د بیارغونې، قرطاسیې او صفایي توکو دوې پروژې د MOHE/ZABU/1403/NCB/W-01 او MOHE/ZABU/1403/NCB/G-04 داوطلبي شمیري( D-04-2276) او( D-04-1712) جواز درلودونکو سخي ولي ودانیز او رسول خالقي لوجستکي شرکتونو ته د (8110449) او(733536) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړي. د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې او دویمې فقرې له مخې ټولو حقیقي او حکمي اشخاص ته خبر ورکول کېږي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه لري، کولای شي چې خپلې نیوکې له دلایلو سره یوځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې وروسته، تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ریاست ته چې د زابل ولایت په مرکز کې موقیعت لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم وړاندې کړي.

‎د یادونې وړ ده چې دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په مانا نه ده او د پورته ذکر شوي نېټې تر پوره کېدو او د قانوني پړاونو تر بشپړولو وړاندې به قرارداد ونه شي.