د هلمند پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۰:۴۶
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال  او هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي حافظ محمد نسیم ح-ق-ا-ن-ي تر منځ په داسي حال کې لاسلیک شو، چې پرمهال یې د د دواړو پوهنتونونو رهبرۍ او استازو شتون درلود. 
د یاد هوکړه لیک له مخي به دواړه ریاستونه هڅه کوي، ترڅو د څېړنې، سمینارونو، پلان جوړولو، ظرفیت لوړونې، او ځینو نورو برخو کې یو له بل سره همکاري وکړي او له شته آسانتیاوو او فرصتونو څخه به د یو او بل په ګټه کار اخلي.