د ستراتيژيک پلان کميټې له لوري غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۹

نن چهار شنبه دمیرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کې د ستراتیژیک پلان اصلي کميټې غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د قران کریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره د اجنډا مطابق په داسی حال کې پیل شوه چې پر مهال يې د کميټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو شتون درلود.

د دغې غونډي پرمهال د ګډون والو له لوري د اجنډا مطابق پر موضوعاتو خبري وشوي چې په کښې د ستراتيژيک پلان کمېټې د ۱۴۰۳ هــ.ش کال اړين اسنادونه لکه د کميټې عملياتي پلان، د دندو لايحه، د نظارت پلان، د نظارت فورم ، تطبیقي پلان، او د ۱۴۰۲ ه ش کال د کلني پرمختګ راپور د غونډې د ګډونوالو له لوري تر کتنې وروسته تائيد شول.

چې وروسته غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.