د نظم او ډسپیلین کمیټې له لورې غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۰:۵۵
as

تیره ورځ، سه شنبه په میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کښې د نظم او ډسیپلین کمیټې له لورې په داسي حال کې غونډه ترسره شوه، چې پر مهال یې د یادې کميټې آمر بهاؤالحق عزام او د کمیټې نورو غړو شتون درلود.

یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د کمیټې آمر بهاؤالحق عزام و ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د غونډې د اجنډا مطابق پر یو لړ موضوعاتو، چې پکښې د شکایتونو د صندوقونو څخه لیدنه او محصلینو ته د عامه پوهاوي لپاره په پوهنتون کښې د نظم او چلند په اړه سمینار وړاندي کول شامل وو، بحث او پریکړي وشوي.

وروسته غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.