قران کریم په تجوید سره زده کړي کورس پیل شو

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۳۹
as

تیره چهار شنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو يوهنځی یو تن استاد له لوري و محصلینو او اداري کارمندانو ته په سهار او مازدیګر وختونو کې د تجوید زده کړې درس پیل شو.

د پیل په مراسمو کې د یادې حلقې استاد مولوی ضیاءالحق حماد و محصلینو د علم التجوید پر زده کړه او اهمیت باندي د خبرو تر څنګ و یاد درس ته د پر وخت حاضریدو ټینګار وکړ.

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه ژمنه کوي، چې د محصلینو د دیني، فکري او اخلاقي تربیت لپاره به بېلابېل تدریسي او تربیتي حلقات په لار واچوي.