د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري نظارت تر سره شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۱۹
as

د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کې د کیفیت لوړاوي کمیټې د پلان سره سم دعمومي کمیټو، ډیپارټمنټونو، تدریسي او اجرايه مدیریتونو د کړنو څخه نظارت د سرطان دمیاشتي په پنځمه نېټه د یادي کمېټي د دریو ټیمونو له لوري چې مشري یې د علمي چارو مرستیال کوله پیل شو او د سرطان د میاشتي په یولسمه نېټه پای ته ورسید.

یادو ټیمونو کې چې د پوهنځیو رئیسانو او د تضمین کیفیت آمر او څانګو آمرینو ګډون درلود، د مشخصو چک لیستونو په اساس یې د دوی له کړنو څخه نظارت تر سره کړ، چې په نږدي راتلونکي که به یې فیډبک ورسره شریک شي.د علمي چارو مرستیال او د یاد پلاوي مشر د دوی له کړنو خو ښي څرګنده کړه او د نیمګړتیاوو د حل په موخه یې لازمي سپارښتني ورته وکړي.