د ستراتيژيک پلان کميټې له لوري ارزونه تر سره شوه.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۱۵
as

پرون چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کې د ستراتيژيک پلان کميټې د تېري غوندې د پریکړې له مخې د ستراتيژيک پلان د تطبيق څخه د نظارت کمېټې او د پوهنځيو د ستراتيژيک پلان فرعي کميټو ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه چې پر مهال یې د کميټې آمر او غړو ګډون درلود، اړوند کمېټو پلانونه او اړين اسنادونه د کيفيت لوړاوي د چيک ليست له مخې په دقيق ډول سره وکتل شول، چې وروسته به د نوموړې ارزونې پايله د اړوندو کميټو د غړو سره د موجوده نیمګړتیاوو د اصلاح په موخه شريک کړل شي.