میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پیل شوې

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۰:۴۵
as

تیره ورځ شنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څلور واړو پوهنځیو وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د درسي جنترۍ سره سم د ۱۴۰۳/۵/۶هــ.ش نیټه پیل شوې.

یادې ازموینې چې د ۱۴۰۲-۱۴۰۳ کال بهاري (جفت) سمستر نهائي ازموینې دي، تر درو اونیو به دوام وکړي او د ازموینو کمیټې له لوري به د یادو ازموینو بهیرد شفافیت او نظارت په موخه وخت په وخت څارل کیږي.