د خدماتي کارمندانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

پرون دوشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په کتابتون کې د مؤسسې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د خدماتي کارمندانو سره د همغږۍ ناسته په داسي حال کې تر سره شوه، چې په مهال یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی رحمت الله ریحان، د حفظ او مراقبت عمومي مدیر انجینر محمد داؤد پتیال او د مؤسسې خدماتي کارمندانو شتون درلود.
ناسته چې د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړی سر کې مالي او اداري چارو مرستیال مولوی رحمت الله ریحان د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ و ټولو ته د خپلو کارونو پر وخت کولو وویل او وروسته یې د خدماتي کارمندانو یو لړ ستونزي واوریدلي او هغو ته یې د یادو ستونزو پر وخت حل کیدو ژمنه وکړه.
وروسته د حفظ او مراقبت عمومي مدیر انجینر محمد داؤد پتیال او خدماتي کارمندانو له لوري پر یو لړ موضوعاتو تر بحث وروسته ناسته د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.