د دفتر او خپل ځان سمبالولو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

پرون چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د مسلکي پرمختیایي مرکز د آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري د دفتر او خپل ځان سمبالولو په اړه یو ورځنی یو ساعته معلوماتي سمینار د یادي مؤسسې ټولو ادارې کارمندانو ته وړاندي کړ.
لومړي سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو پیل شو، وروسته د سمینار په پیل کې په عمومي توګه د دفتر او ځان سمبالولو او د هغوي پر مهمو اهدافو، د ځان او د دفتر پر مهمو برخو او همدارنګه پر مهمو لارښوونو باندي د برخوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.
د سمینار په پاې کې د ادارې کارمندانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسید.