د نشراتو او فرهنګي چارو کميټې له لوري غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۰:۳۵
as

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د علمي او محصلانو چارو په معاونیت کې د نشراتو او فرهنګې چارو کمیټې غونډه د یادې کمیټې آمر او غړو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د مولوي ضیاؤالحق حماد له لورې د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د نشراتو او فرهنګې چارو کمېټې د آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام له لورې په پېلیزه وینا کې د تیرو پریکړو ته کتنه وشوه.

وروسته د اجنډا مطابق په ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي، چې د پوهنځیو مربوط علمي ورځو د لمانځلو لپاره مهال ویشونو برابرول، د ویبسایټ اړوند پر ځینو ستونزو باندي بحث کول او د عامه پوهاوي لپاره ځیني اصلاحي برشرونه چاپول شامل وو.

غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.