د توحید اړوند سمینار وړاندي شو
نن شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري د توحید پیژندني اړوند سمینار د یادي مؤسسې ټولو محصلینو ته وړاندي شو.
لومړي سمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو پیل شو، وروسته د سمینار په پیل کې د شرعیاتو پوهنځی یو تن استاد مولوي سلطان شاه خالد په عمومي توګه د توحید اړوند و محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
د سمینار په پاې کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمینار د دعا په ویلو سره پاې ته ورسید.