د مالي او تدارکاتي کميټې له لوري غونډه ترسره شوه

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
as

 

نن پنج شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د مالي او تدارکاتي کميټې غونډه د یادې کمیټې آمر او غړو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د مالي او تدارکاتي کميټې د آمر له لورې په پېلیزه وینا کې تیرو پریکړو ته کتنه وشوه.

وروسته د اجنډا مطابق په ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړې وشوې او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.