میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې له محصلینو څخه د تعلیم العقائد سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۰:۳۷
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې له محصلینو څخه د تعلیم العقائد سیالۍ ازموینه واخیستل شوه

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو د عقیدوي او اسلامي روزنې په موخه د شا او خوا ۱۲۰ یوسلو شل تنو محصلینو څخه د تعلیم العقائد په برخه کې ازموینه واخیسته.

یاده سیالۍ د محصلینو د خدمتونو د همغږۍ مدیریت له لوري په کار لویدلې وه، چې د دوشنبې ورځ د مؤسسې په انګړ کې واخیستل شوه.

هیره دې نه وي، چې د یادې سیالۍ نتایج به دوې اوونۍ وروسته اعلان شي او مخکښ نمرو وړونکو محصلینو ته به ځیني ډالۍ هم ورکول شي.