Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د قرطاسیې، صفایي او دفتري تجهیزاتو د پروژو اعلان!

zabu_admin
HG

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي چې په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کې د قرطاسیې، صفایي او دفتري تجهیزاتو پروژي په قرارداد ورکړي، ټولو هغو داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکول کېږي؛ تر څو د یاد تحصیلي بنسټ د ذکر شویو پروژو شرطپاڼي د(۵۰۰) افغانیو په تحویلولو سره د ۱۴۰۳/۶/۳۱ نېټې څخه بیا تر ۱۴۰۳/۷/۱۹ نیټې پوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي.

یادوني:

۱. تر یادي نیټې وروسته آفرونه او د انټرنیټ له لاري را رسیدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

۲. د آفرونو پرانیست غونډه د ۱۴۰۳/۷/۲۰ هــ. ش نیټه باندي د پوهنتون په ریاست کې ترسره کیږي.

۳. د قرطاسیې، صفایي تجهیزاتو د آفر پرانیستنې غونډه د سهار په ۱۰:۰۰بجې او د دفتري تجهیزاتو د آفر پرانیستنې غونډه د ماسپښین په ۲:۰۰بجې.

۴. د پروژو د آفرنو تضمین د قرطاسيې، صفایي(۳۰۰۰۰ دیرش زره افغانۍ) او د دفتري تجهیزاتو(۴۰۰۰۰ څلویښت زره افغانۍ) د بانکي ګرنټي خط په بڼه ټاکل شوی.