د سرسبزی کميټې له لوري غونډه ترسره شوه
نن چهارشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د زراعت پوهنځی باغدارۍ څانګې په آمریت کې د سرسبزی کمیټې غونډه د یادې کمیټې آمر او غړو په حضور کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د سرسبزی کمېټې د آمر له لورې په پېلیزه وینا کې تیرو پریکړو ته کتنه وشوه.
وروسته د اجنډا مطابق په ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.