د نشراتو او فرهنګي چارو کميټې له لوري غونډه ترسره شوه

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۰:۴۴
kj

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د علمي او محصلانو چارو په معاونیت کې د نشراتو او فرهنګې چارو کمیټې غونډه د یادې کمیټې آمر او غړو په حضور کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د نشراتو او فرهنګې چارو کمېټې د آمر له لورې په پېلیزه وینا کې تیرو پریکړو ته کتنه وشوه.

وروسته د اجنډا مطابق په ځینو موضوعاتو تر بحث وروسته پریکړي وشوي او غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.