زابل پوهنتون رئیس د نویو را کامیاب شویو محصلینو(لومړیو ټولګیو) څخه لیدنه وکړه
نن یکشنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د دریو پوهنځیو، د لومړیو ټولګیو د محصلینو غوښتني او شکایتونه په داسي حال کې واوریدل شوو، چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د دفتر عمومي مدیر شمس الحق شاهد او د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر احسان الله نصرت په ګډون د پوهنځیو د لومړیو ټولګیو څخه څارنه ترسره شوه. په یاده څارنه کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال و ټولو محصلینو ته د خپلو ځانونو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت او صورت برابرول، د مؤسسې د لیرلید او رسالت مطابق ځانونه مسلکي فکري او عقیدوي جوړول او خپلو درسونو ته په وخت حاضریدلو اړوند توصيي وکړي او وروسته یې د محصلینو څخه د هغوي غوښتني او شکایتونه واوریدل.