د ستراتیژیک پلان کمیټې له لوري غونډه ترسره شوه
سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست کې د ستراتیژیک پلان کمیټې غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د کمیټې آمر الحاج روح الله مشال او نورو غړو ګډون درلود.
غونده د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پیل او په لومړی سر کې یې د کمیتې آمر الحاج روح الله مشال د غونډي په پیلېزه وینا کې و ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
وروسته د ستراتیژیک پلان کمیټې ټولو غړو له لوري پر یو لړ موضوعاتو تر بحث وروسته ځیني پریکړي وکړي او په پای کې غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.