میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د محصلینو د سالمې روزنې په موخه د اسلامي ثقافت د درسونو ځانګړې لړۍ پیل شوه

سه شنبه: ۱۴۰۲ د میزان ۲۰مه او ۱۴۴۵ د ربیع الاول ۱۸مه میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه کې د اسلامي ثقافت د درسونو لړۍ د زابل د جید او مشهور شیخ الحدیث مفتي مولوي ضیاؤالرحمن صاحب لخوا پیل شوه.
د یادې لړۍ د پیل پرمهال د دغې مؤسسې رئیس روح الله مشال د داسې درسونو تدریس د دیني عالمانو او شیوخو له لوري خورا ګټور وباله او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له دې زرینې موقع څخه پوره او غوره ګټه پورته کړي.
دغه درسونه به د منظم مهالوېش له مخې روان وي او د مؤسسې د څلور ګونو پوهنځیو له لومړي څخه تر څلورم ټولګیو محصلین به په کې ګډون لري.