ميرويس خان نېکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ته د افغان ټیلیکام(فايبر نوري)پروژې د کېبل ابتدایي سروې تر سره شوه

ميرويس خان نېکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس الحاج روح الله مشال، د افغان ټیليکام ولايتي مسؤول ملا خليل احمد مخلص او پايبر نوري شرکت مسؤول انجینر محمد ابراهيم مايار له خوا د مؤسسې لپاره د پايبر نوري شرکت د کېبل لومړۍ سروې تر سره شوه د مؤسسې رئيس ياده پروژه د پوهنتون لپاره مهمه وګڼله او زیاته یې کړه چې د يادې پروژې په تکملېدو سره به مؤسسه د قوي انټرنټ په لرلو سره د تحقیق، څېړنې او نورو برخو کي لا زیات پرمختګ وکړي او د انټرنټ د ضعف ستونزه بې یې ورسره ختمه شي.
د فایبر نوري شرکت مسؤول وویل چې د نوموړې پروژې عملي کارونه به په نژدې وخت کې پیل شي.