د میـــرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسســـې له اداري کارکوونکـــو ســـره دمــؤسســې د رئیس ښاغلي الحـــاج روح الله مشـــال تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه

ناسته کې د مالي او اداري چـارو کفیل عبدالغفور بهیـر او د مــؤسســـې ټولو اداري کارکوونــکو برخه درلـــوده، د مجلس پیل د قرآنکریم په څو مبارکو ایاتونو باندي وشو.
لومړی د میـــرویس خان نیکه زابل دلـــوړو زده کړو مؤسســـې رئیس د غــونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایــه او پـه چاروکې یې ورتـه د کامیابـي دعا وکړه.
د مؤسسـې رئیس ټـولو اداري کارکوونکو ربعوار راپـورونه د کلنــي پلان سـره وکتل او لازمـي سپـارښتني یــې ورته وکـړي.
دارنګه یــې د ادارې پــر جوړښت، اصــولو او د کارونــو پـر وخت ترسره کولو بـانـدي مفصل بحـــث وکړ.
وروسته غونډه کې له اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو لکه(نتایج، یاداښت فورم،ډیــپلومونو وېش، د کتابـتون لپـاره معیاري کارتـونو جوړولـو، حفظ او مراقبت،عـــــوایدو منابع ،HEMIS سیستم تطبیق، اداري برخي کې د ضعف نقاطو د لمنځه وړلــو او نورو..) باندي ازاد بحث وشو؛ چې د اکثریتــو موضوعاتو په اړه وروستي تصامیم ونیول شول.