مخينه
میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه :
میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه د زابل د اولسونو په شفاهي غوښتنه او دافغانستان د سلامي جمهوري دولت د جلالتماب اولسمشر محمد اشرف غني په شفاهي ، رسمي پیرزوینه د ۱۳۹۶ ل.ل کال په پيل کې منظوره او افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د محترمي کابینې د (۳مي ) ګڼې ۱۳۹۶/۲/۲۰ نېټې مصوبې پربنسټ یې د ۱۳۹۶/۵/۱۵ ل.ل کال نېټه په زابل ولایت کې علمي کار راپيل کړ.
په یاده مصوبه کې راغلي : ((بعدآ وزیر تحصیلات عالي پيشنهاد آنوزارت مبني بر ايجاد مؤسسه تحصیلي درولایات نیمروز و زابل رابه جلسه ارایه نموده .افزودند؛ وزارت تحصیلات عالي به منظور تقويه زیربناهای تحصیلي و انکشاف مستمر نیازهای علمي ، اجتماعي واقتصادي کشور ، اقدام به ایجاد مؤسسات تحصیلات عالي در دو ولایت متذکره نموده ، ملکيت و امکانات مورد نیاز ابتدائي برای فعالیت مؤسسات یاد شده از جانب ولايت مربوط تعهد ګرديده که مؤسسات مذکوره با یک پوهنځی و چهار ديپآرتمنت فعاليت خويش را اغاز خواهند نمود ؛ همچنان تشکیل و بودجه آن نیز شامل سند بودجوی وتشکيل پیشنهادي سال ۱۳۹۶ ګرديده است ؛ که مورد تصویب کابینه جمهوري اسلامي افغانستان قرار ګرفت ......))
دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام له لارښوونې سره سم میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه د ښوونې او روزنې پوهنځی او په هغه کې د څلورو څانګو ( ریاضي ، فزیک ، کيميا او بیولوژي ) په درلودلو سره او همدارنګه په ۱۳۹۹ ل.ل کال کې د اقتصاد پوهنځي له (اداره او تجارت او ملي اقتصاد )څانګو سره ، زراعت پوهنځي له (مالداري او باغداري ) څانګو سره خپل فعاليتونه پرمخ وړي .