td

کرهڼې پوهنځی

 

د کرهڼې پوهنځي د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې لخوا د ځانګړي اداري چوکاټ له لوري اداره کيږي، چې د يو عمومي مسؤول تر نظارت لاندي او هره برخه يې ځانته ځانګړی تشکيل او کاري بشري ځواک لري. د کرهڼې پوهنځي په زابل ولایت کې په ۱۳۹۸ هـ ش کال د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د هيواد د مخکني جمهور ریس او د لوړو زده کړو مخکني سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي لخوا په رسمي توګه د زابل ولایت اړتيا ته په کتو سره د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په تشکيل کې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د (۱۰۶۵) ګڼه حکم په اساس سره ايجاد کړل شوه.

نوموړي پوهنځي د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتیژي پر اساس د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندي جوړ شوي ده، چې د اوسني رئیس پوهنیار حاجي ګل همت تر مشرۍ لاندي فعالیت کوي. دغه پوهنځي په خپل اوسني ماموریت کې دنده لري ترڅو د باغداري او مالداري په مختلفو برخو کې محصلینو ته د لیسانس تر کچې پوري د زده کړو زمینه برابره کړي. دا چې پوهنځي نوي ده او تر اوسه پورې ټولني ته مسلکي او په کار پوه اشخاص وړاندي شوي نه دي. نو په همدي اساس سره تمه ده چې لومړی دوره به يې په نژدې راتلونکې کې فارغ شي. ياده پوهنځي اوس مهال د مالداري او باغداري څانګو کې بر حاله (۹۴) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي چې د همدي جملې څخه (۲) تنه ښځینه محصلیني دي.

د کرهڼې پوهنځي په پلان کې لري چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د نبات ژغورني، اګري بیزنیس او اګرانومي څانګو کې محصلین هم جذب کړي. پر دي سربيره د پوهنځي په کچه په (۵) مختليفو څانګو کې د محصلینو د جذب لپاره چمتووالي لري. ددي ترڅنګ نوموړي پوهنځي په پلان کې لري چې په ۱۰ جریبه ساحه کې نباتي باغ تاسیس کړي ترڅو  وکولاي شي چې د ټول هیواد څخه د نباتاتو مختلف اقسام راټول او له منځه تللو څخه يې وژغوري. همدارنګه دحیواناتو لپاره یو صحي کلینیک ترڅو د حیواناتو د مختلفو امراضو تشخیص پکښي شوي وي او له بلي خوا د تحقیق لپاره به یو مناسب محیط برابر کړي وي.

دغه پوهنځي د علمي، اداري او تربیتي تشکيلاتو درلودونکي ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو په رڼا کې د پوهنځي د رئیس له خوا اداره کيږي، چې تر لاس لاندي يې د بیلابیلو څانګو آمرین او با تجربه مسؤولین لري، او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو پر بنیاد په ذکر شويو بستونو کې یوازي کادري پرسونل د استخدام مستحق بلل کيږي.

جدول(۱): د پوهنځي د کلیدي پرسونل جدول په لاندي ډول دي.

ګڼه

د بست عنوان

بست تعداد

برحال

قابل اعلان

ملاحظات

۱

د پوهنځي رئیس

1

1

0

 

۲

د باغداري څانګې آمر

1

1

0

 

۳

دمالداري څانګې آمر

1

1

0

 

مجموعه

3

3

0

 

د کرهڼې پوهنځي په مجموع کې ټول ( ۶ ) تنه کادري استادان لري، چې له دې جملې څخه ئې ( ۳ ) اداري کار کوونکي دي چې په اداري برخو کې دنده پر مخ وړي بناءً ددي پوهنځي اوسنی ټول کادري او اداري تشکيل(۹ ) تنه دی؛ چې په بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت دي .

 

 

 

باغداري

مالداري