td

ښوونې او روزنې پوهنځی

د ښوونې او روزنې پوهنځي په ۱۳۹۶ هـ ش کال د زابل ولایت د درنو ولسونو د مکررو غوښتنو په پایله کې د کابینې د دریمې مصوبې د پریکړي په اساس د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د څلورو څانګو (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) او ۱۸ کادري بستونو او څو اداري بستونو په لرلو سره تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. یاده پوهنځي په ۱۴۰۰ هـ ش کال په خپله لومړنۍ دوره کې د ۷۲ تنو زده کړیالانو په شمير سره فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندي کړل.

اوس مهال نوموړي پوهنځي په یادو څانګو کې د ۴۵۷ تنو په شاوخوا کې برحاله زده کړیالان لري، چې په زیاته کچه د ماسټر استادانو له لوري یې تدریسي چارې مخته وړل کيږي. د نوموړي پوهنځي زیاتره استادانو په بیلابیلو هیوادونو کې خپلې زده کړي بشپړي کړي دي؛ چې ځیني يې لا هم په زده کړو بوخت دي. د ښوونې او روزنې پوهنځي ویاړي چې په پوره صداقت سره هیواد او ټولنې ته د علمي کادرونو د روزلو په برخه کې خدمات وړاندي کوي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي په اداري او تدريسي تشکيل کې رئیس، مرستيال، د څانګو آمرين، استادان، تدريسي چارو عمومي مدير، اجرائيه او د لابراتوار مديران لري.

د پوهنځی رئیس

څانګې