په حضوري شکل د تدريسي بهیر شروع

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د پريکړې پر اساس، د لوړو زده کړو وزارت د حضوري زده کړو د پېلېدو طرحه تایید شوه، ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په ۱۵مه ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه خپلې زده کړې په حضوري بڼه پېل کړي.
د علمي کادر ټولو محترمو غړو او ګرانو محصلانو ته خبر ورکول کيږي، چې روغتيايي سپارښتنو ته په پام سره په ټاکل شوې نېټه خپلو درسونو ته حاضر شي.
.یادونه: د ماسکونو کارول د علمي کادر غړو او محصلانو لپاره الزامي دي