د ۱۴۰۲ هــ ش کال جديدالشمول محصلینو ته د نوم ليکنې خبرتيا!

ټولو هغو محصلينو ته چي په ۱۴۰۲ هـ ش کال د کانکور ازموینې له لارې مېرویس خان نېکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ته بریالي شوي دي؛ خبر ورکول کېږي، چٍې د میزان مياشتي له ۲۲مې نېټې سره سم یې د نوم ليکنې لړۍ پيلېږي. له لاندي مهال ویش سره سم دي د محصلانو چارو عمومي مدیريت ته د نوم لیکنې په موخه تشريف راوړي.