td

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې خپل د ۱۴۰۱ــــــــ۱۴۰۵ ل.ل کال پورې تایید شوی ستراتیژيک پلان د موسسې له همکارانو سره شریک کړ

zabu_admin
Sat, Sep 16 2023 3:20 PM
image

نن ورځ چهارشنبه په۱۴۰۲/۶/۲۲ ل.ل کال چې مطابق د ۱۴۴۵/۲/۲۸ هــ ق کال نېټې سره سمون لري
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د لومړي ځل لپاره نوی ترتیب او تایید شوی پنځه کلن ستراتیژیک پلان د یوې غونډې په ترڅ کې د زابل ولایت د مختلفو اداراتو د مسؤولینو په مخ کې د مجلس برخوالو ته وړاندې کړ. 
په دې غونډه کې د مؤسسې رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، ډیپارټمنټونو آمرینو او د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وو.
د مؤسسې د رئیس روح الله مشال له لورې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او هم یې د ستراتیژیک پلان پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې.
ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال مولوي بهاؤالحق عزام د اسلام له نظره د ستراتیژیک پلان پر شبهات د مؤمن انسان له ژوند سره له قرآنکریم څخه په استدلال خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کومو پوښتنو په اساس چې ستراتيژیک پلان ترتیبېږي، الله پاک په قرآنکریم کې هماغې پوښتنې د انسان د ژوند د مقصد، عبادت او پر عبادت د نتایجو د مرتب کېدلو په برخه کې ځواب کړې دي. 
نوی ستراتیژیک پلان د لوړو زده کړو محترم وزارت د نوي لارښود په اساس د ستراتیژیک پلان د عمومي کمېټې له لورې د ټولو اړونده معیارونو په نظر کې نیولو سره د څه کم یو کال په اوږدو کې ترتیب شوی دی.
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی استاد نوماند پوهنیار امان الله حقیار له لورې ستراتیژيک پلان پېژندنه، اهمیت، په سازمان کې ورته اړتیا، په راتلونکو پنځو کلونو کې په علمي برخه کې د پرمختګ، استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونه، زیربناوې او ټولې مهمې برخې د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړل شوې. 
د مجلس په وروستۍ برخه کې د علمي او محصلانو چارو د معاونیت له لورې د ستراتیژیک پلان کمېټې غړو ته د دوی د غوره فعالیتونو او هلو ځلو له کبله ستاینلیکونه ورکړل شول، او غونډه د دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.