د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۱
د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۵/۲۹ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیر الحاج مولوي مطیع الله مجاهد د ټولو ټولګیو محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ نوموړي مدیر پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړي په خپله وینا کې وویل: دا چې پوهنتون ته نوي محصلین راغلي دي نو له هغوی سره دې په مختلف

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۵/۲۹ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیر الحاج مولوي مطیع الله مجاهد د ټولو ټولګیو محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ نوموړي مدیر پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړي په خپله وینا کې وویل: دا چې پوهنتون ته نوي محصلین راغلي دي نو له هغوی سره دې په مختلفو برخو کې پوره همکاري وشي ترڅو د پوهنتون له محیط او تحصیلي چارو سره بلدتیا پیداکړي.

همدارنګه نوموړي د وینا په پای کې یادونه وکړه چې زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او زموږ لپاره لومړیتوب د معنویاتو تقویت دی، په همدې اساس کوشش وکړئ چې صورت او سیرت مو په شریعت برابر شي.

د غونډې په ورستۍ برخه کې د محصلینو نظرونه او غوښتني واورېدل شوې او یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

BACK TO NEWS