د معتبرو او غیر معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د نشرولو په اړه انلاين ورکشاپ وړاندي شو!

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۵۹
د معتبرو او غیر معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د نشرولو په اړه انلاين ورکشاپ وړاندي شو!

د معتبرو او غیر معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې او په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د نشرولو په اړه انلاين ورکشاپ وړاندي شو!

نن دوشنبه چې د ۲۳/۴/۱۴۰۴ نېټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنو او علمي مجلې د آمریت له پلان سره سم د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې ټولو استادانو ته د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی د علمي کادر غړي  پوهنمل محمد مليار رحماني  چې اوس مهال د چین هیواد  په ننجنګ پوهنتون کې د دوکتورا د برنامي محصل دی له خوا انلاین ورکشاپ وړاندې شو.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شو،د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنو او علمي مجلې  آمر پوهنیارحکمت الله حقپال استاد پوهنمل محمد ملیار رحماني ته ښه راغلاست ووایه او له یاد استاد څخه یې مننه  وکړه چې په څېړنېزو موضوعاتو کې د هیواد د استادانو سره د خپل احساس له مخي همکاري کوي او  استادانو ته د ورکشاپ په دایرولو کې یې له دوی سره همکاري وکړه.

په دې یو ورځني ورکشاپ کې د محترم استاد پوهنمل رحماني له خوا د ورکشاپ لمړی برخه چې ( د معتبرو او غیري معتبرو نړیوالو ژورنالونو پېژندنه ) په اړوند وه، استادانو ته یې د معتبرو او غیري معتبرو ژورنالونو په اړه معلومات وړاندې کړل،  له لنډې وفقي ورسته د ورکشاپ دویمه برخه چې ( څنګه په نړیوالو ژورنالونو کې مقاله نشر کړو؟) پیل شوه،په دې برخه کې استادانو ته په نړیوالو ژونالونو ته د مقالو استولو لارې چارې وړاندې شوې چې په لارښوونه یې هر علمي کادر غړی کولای شې په اسانۍ سره خپلې مقالې نړیوالو ژورنالو ته د نشر په موخه ولیږي، ددې برخي په پای کې د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو د یاد ورکشاپ څخه خوښي وښوده او د داسې نورو تحقیقي سمینارونو او ورکشاپونو غوښتنه یې وکړه.

 وروسته  یاد ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د محصلینو ته د بنګو زیانونه تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لخو محصلینو ته (د بنګو زیانونه) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

یاد سمینار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د محصلینو له نماینده ګانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن ورځ دوشنبه چې د ۱۴۰۴/۷/۲۱ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۳۱
Background image

استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته  د امیرالمؤمنین حفظه الله 17ګڼه فرمان  وړاندې شو!!

 

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د دعوت او  ارشاد فرعي کمېټې له لوري د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ۱۷ ګڼه فرمان د ( خېښۍ ، ودونو ، مصیبتونو ، حج او عمــــرې څخه د. . .

BACK TO NEWS