Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲
as

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسي حال کې کېښودل شوه چې په مهال یې د زابل ولایت مرستیال والي الحاج محب الله حماس، د زابل ولایت مستوفي، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د مالي او اداري چارو معاون، د علمي او محصلانو چارو معاون، د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د مراسمو پیل د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو او ورپسي د زابل مرستیال والي الحاج محب الله حماس په خپلو خبرو کې د لیلیې د احاطوي دیوال پر اهمیت خبري وکړي او ویې ویل چې دا پروژه به د محصلینو لپاره یو خوندي او آرام زده کړه‌ییز چاپېریال رامنځته کړي، هغه زیاته کړه چې د دې دیوال ژر جوړېدل د محصلینو اړتیاوو ته د پام وړ ځواب ویلی شي او د دې پروژې بشپړول به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ په لور یو مهم ګام وي.

وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دیوال عملي چاري به راتلونکی پسرلی پیل شي او دا دیوال به د یو کیلومتر په شاوخوا کې جوړ شي او د تطبیق لپاره یې ۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، نوموړي وویل چې د احاطوي دیوال جوړېدل به د لیلیې د امنیت ترڅنګ د محصلینو لپاره یو منظم چاپېریال برابر کړي.

د مراسمو په پای کې د ګډونوالو له لوري د بنسټ ډبرې د کېښودو مراسم ترسره شول او د دې پروژې د بریا او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په وده کې د نورو پرمختګونو لپاره دعا وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۸:۴
Background image

اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 


د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې د پروګرامونو په لړ کې، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د پلان له مخې او د مسلکي پرمختیایې مرکز په همغږي، اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې  تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د کیفیت لوړاوي آمریت او د مسلکي پرمختیایې مرکز په ګډه همکارۍ د پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۹:۱۶
Background image

د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو

د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمیټې د پلان له مخي د ستراتیژیک پلان  عمومي کمېټې او د څلورو پوهنځیو د فرعي کمېټو. . .

BACK TO NEWS