د مؤسسې د ټولو پوهنځیو څخه هر اړخیزه ارزونه تر سره شوه.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۵۰
as

د روان هجري قمري کال د شوال میاشتې د وروستی اونۍ په جریان کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د د ټولو پوهنځیو هر اړخیزه ارزونه په داسي حال کې ترسره شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو رئیس الحاج روح الله مشال تر مشري لاندې د علمي او محصلانو چارو معاون، د مالي او اداري چارو معاون او د پوهنځیو د رئیسانو حضور درلود.

په یاده ارزونه کې د پوهنځیو اړونده ستونزې او د ضعف نقاط په نښه شول او د اصلاح په موخه د اړونده پوهنځیو سره شریک شول، د یادې ارزونې په آخري ناسته کې چې په ۳۰/۱۰ / ۱۴۴۵هــ.ق نیټه تر سره شوه د مؤسسې رئیس د دوامداره ارزونې او نظارت په ارزښت خبرې وکړې او د ارزونکي پلاوي له هڅو څخه په مننې یاده ارزونه پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
Background image

محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
Background image

محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه. . .

BACK TO NEWS