د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري نظارت تر سره شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۱۹
as

د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کې د کیفیت لوړاوي کمیټې د پلان سره سم دعمومي کمیټو، ډیپارټمنټونو، تدریسي او اجرايه مدیریتونو د کړنو څخه نظارت د سرطان دمیاشتي په پنځمه نېټه د یادي کمېټي د دریو ټیمونو له لوري چې مشري یې د علمي چارو مرستیال کوله پیل شو او د سرطان د میاشتي په یولسمه نېټه پای ته ورسید.

یادو ټیمونو کې چې د پوهنځیو رئیسانو او د تضمین کیفیت آمر او څانګو آمرینو ګډون درلود، د مشخصو چک لیستونو په اساس یې د دوی له کړنو څخه نظارت تر سره کړ، چې په نږدي راتلونکي که به یې فیډبک ورسره شریک شي.د علمي چارو مرستیال او د یاد پلاوي مشر د دوی له کړنو خو ښي څرګنده کړه او د نیمګړتیاوو د حل په موخه یې لازمي سپارښتني ورته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۱
Background image

د محصلینو ترمنځ د غشي ویشتلو سیالۍ پیل سوې!


نن ورځ، سه‌ شنبه، د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت او د بدني روزنې کمېټې په ګډو هڅو، د څلورو پوهنځیو ترمنځ د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د غمیزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۲۸
Background image

محصلینو ته د املاء او انشاء لنډ مهاله کورس پیل سو


د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت، د نشراتو او کلتوري چارو کمیټې په ګډه همکاري د پوهنتون محصلینو ته د املاء او انشاء لنډمهاله کورس پیل سو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳
Background image

محصلینو ته د مرحوم آمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دیارلسم تلین په مناسب د هغه د ژوند او کارنامو په اړه سمینار وړاندې سو. 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو  او همغږي عمومي مدیریت له لوري د پوهنتون ټولو محصلینو ته د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد  د دیارلسم تلین په مناسب د هغه. . .

BACK TO NEWS