د HEMISسیستم په هکله سیمینار وړاندي شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۰:۲۴
as

پرون یکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د معلوماتي ټکنالوژۍ په مدیریت کې، د بریښنایې زده کړو کمیټې له خوا، د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي مدیریتي سیستم (HEMIS) په هکله سیمینار وړاندي شو.

یاد سیمینار چې د څانګو د آمرینو ، تدریسي مدیرانو او استادانو چارو د آمر لپاره ترتیب شوی وو، د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شو، چې ورپسې د بریښنایې زده کړو د کمیټې آمر نوماند پوهنیار محمد اسمعیل سایل د یاد سیستم د ارزښت په هکله مقدماتي وینا وکړله.

وروسته سمینار د معلوماتي ټیکنالوژي د عمومي مدیر سید اکبر مبارز لخوا پیل شو، چې د یاد سیستم دکارونې ترڅنګ په سیستم کې په عملي ډول سره د آمرینو ، تدریسی مدیرانو او استادانو چارو د آمر مسئوولیتونه تشریح او هغوی ته یې خپله برخه کې د دقیق کارکولو لارښوونې وکړې.

په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو تر ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

BACK TO NEWS